مونالیزا/خان محمد ستانکزی

  • خپرول: ۲۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 105234


Fb-Button

مونا لیزا د نړۍ تر ټولو ډېر مشهور انځور دی چې ایټالوی انځورګر، هنرمند، مجسمه جوړوونکی او مهندس لیونارډو دا وینڅی د ۱۵۰۳ او ۱۵۱۹ میلادی کالونو تر منځ موده کې په روغنی رنګ د لرګی په تخته جوړ کړی دی.

لیونارډو په دغه انځور په ۱۵۰۳ کال کې د ایټالیا په فلورېنس کې کار پیل کړی خو وروسته پاچا فرانسې ته ورغوښتی او ده هم نامکمل انځور له ځان سره وړی او بیا یې په فرانسه کې بشپړ کړی دی.

د لیونارډو له مرګ نه وروسته د هغه مرستیال انځور د ۴۰۰۰ طلایی سکو په بدل کې په پاچا پلورلی دی.

دا انځور له ۱۸۰۴ کال راهیسې د پاریس په لور (Louvre) موزیم کې ځوړند دی چې په روانه پېړۍ کې ډېر خلک د کتنې لپاره ورځی.

مونالیزا انځور ۷۷ سانتی متره لوړوالی او ۵۳ سانتی متره پلنوالی لری. په ۱۹۶۲ کال کې د مونالیزا انځور د بیمې قېمت ۱۰۰ میلیونه ډالر وارزول شو، چې د اوس وخت په نرخ ۸۲۰ میلیونه ډالر ګڼل کیږی، خو لور موزیم دې ته حاضر نه دی چې ویې پلوری.

لور موزیم ته په کال کې له ۸ څخه تر ۹ میلیونو پورې خلک ورځی چې اکثر یې د همدغه انځور د لیدلو لپاره ورځی. د لور موزیم تر ټولو ارزان ټکټ ۲۵ ډالر او برابر ټکټ یې په ۴۰ ډالر دی چې په دې حساب کېدی شی دا موزیم یوازې د مونالیزا له نندارې وړاندې کولو څخه په کال کې له ۱۹۲ نه تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې عواید ترلاسه کړی.

مونا لیزا انځور ته په ۱۹۵۱ کال کې د څېړۍ د لرګی یو چوکاټ جوړ کړای شو او په ۱۹۷۰ کې څلور عمودی بندونه پرې ولګول شول چې د انځور د پورتنۍ څنډۍ له منځنۍ برخې سره د لیدل کېدونکی درز د پراخېدا مخه ونیسی.

د مونالیزا انځور د ۱۹۱۱ په اګست کې یوه ایټالوی سړی، وینڅینزو پیروګیا، له لور موزیم څخه غلا کړ، تر دوه کالونو پورې ورک وو خو دوه کاله وروسته د ۱۹۱۳ په ډسمبر کې بېرته ترلاسه کړای شو.

په انځور کې د ناستې ښځې عجیبه موسکا او د هغې د هویت په هکله د معلوماتو نه موجودیت د دې سبب شوی چې څېړنې پرې وشی او جذاب ښکاره شی. پوهانو او تاریخپوهانو د بېلابېلو امکاناتو یادونه کړې ده. ځینې وایی چې هغه لیزا دیل ګیوکونډو ده. ګیوکنډو د فلورېنس د یوه سوداګر فرانسیسکو دی بارتولومیو دیل ګیوکونډو مېرمن وه، له دې امله دغه انځور د لا ګیوکونډا په نامه هم یادوی.

یوه بله تیوری وایی چې دغه موډل ښایی د لیونارډو مور، کترینا، وی او ویل کیږی چې د انځور موسکا د کترینا د موسکا په څېر ده. یوه درېیمه نظریه دا وایی چې انځور پخپله د لیوناردو دی او د انځورګر د څېرې ځانګړتیاوې او هنری ښکلا په کې سره ګډ کړای شوی دی.

هر څه چې ده خو ویل کیږی چې د مونالیزا انځور له هغه نه د وروسته وخت او تر ننه پورې انځورګرۍ لپاره قالب وړاندې کړ چې تر ننه پورې انځورګران ترې استفاده کوی او فرانسویان چې د هنر په قدر پوهېږی هم پرې خپل غرور لوړ ساتی او هم پرې پیسې ټولوی.

سرچینې:
– انسایکلوپیډیا بریتانیکا
– د سی اېن اېن وېب سایټ
– ګېټ یوور ګایډ وېب سایټ
– ویکیپیډیا