مولانا سمیع الحق له افغان عالمانو او طالبانو غوښتی چې پټې خبرې ترسره کړی

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 87427

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
د حقانیې مدرسې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې د افغان علماو او د سولې عالی شورا یوه پلاوی د یکشنبې په ورځ له مولانا سمیع الحق سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوی، چې افغان علماو او د سولې عالی شورا غړو له مولانا سمیع غوښتی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړی.
د خبرپاڼې له مخې، مولانا سمیع د افغان پلاوی د غوښتنې په ځواب کې د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
مولانا سمیع الحق دا هم ویلی، چې افغان چارواکی، پخوانی جهادی مشران او وسله وال طالبان باید له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه یوې موافقې ته ورسېږی.
د سولې عالی شورا او د افغانستان د علماو سرتاسری شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87427

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *