مهترلام کې ۲ ټانګونه ویجاړ، ۹ تنه عسکر مړه او ټپیان شول

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 76125
مهترلام کې ۲ ټانګونه ویجاړ، ۹ تنه عسکر مړه او ټپیان شول

د راپورونو له مخې تیره د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند کرنج سیمه کې د دښمن په قوه د اسلامی امارت مجاهدینو برید ترسره کړ.

یاده قوه وړمه ورځ سهار شاوخوا ۶ بجې یادې سیمې ته د عملیاتو په هدف راغله، چې د مجاهدینو له کلک او ځپونکی غبرګون سره مخامخ شوه.

د معلوماتو له مخې د نښتو په لړکې د د ښمن ۱ ټانګ په مخامخ بریدکې د راکټ په مټ ویجاړ شو او یو بل ټانګ یې چې د تیښتې په حال کې و، د وارخطایۍ له امله چپه او ویجاړشو.

دغه راز ۴ تنه عسکر ووژل شول، ۵ تنه نور ټپیان دی.

خبروایی په سیمه کې د نوموړې قوې مخه نیول شوې دښمن هیڅ لوری ته حرکت نشی کولای.

وحشی دښمن په سیمه کې هوایی بمبارۍ هم ترسره کړې، خو لله الحمد چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

۲۰۱۸/۸/۱۱

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76125

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *