ملی دفاع وزارت په دې وزارت کې له نویو ګمارنو خبر ورکوی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 108438

دفاع وزارت وایی چې یاسین ضیا د دې وزارت د لومړی مرستیال او ډګر جنرال بسم‌الله وزیری د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی.
بسم‌الله وزیری تر دې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان و.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ناوخته دفاع وزارت خپره کړې، همداراز ویل شوی چې ډګر جنرال محمد شعیب په هوایی برخه کې د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوایی قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په دې وزارت کې د څو نورو نویو ګمارنو خبر هم ورکړل شوی او ویل شوی دی چې دا کسان د دفاع وزارت د بېلابېلو وړاندیزونو او د ولسمشر محمد اشرف غنی د حکم پر بنسټ ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه وایی چې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېک‌پی به د نوی قوماندان تر ټاکل کېدو پورې د دې قول اردو سرپرست قوماندان وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108438

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *