ملی دفاع وزارت منلی چې لسګونه عسکر یې طالبانو نیولی

  • خپرول: ۲۸ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109197

د دفاع وزارت د هغه راپورنو پخلی وکړ، چې د بادغیس په بالامرغاب کې د طالب سرتېرو د بریدونو له امله لسګونه دولتی عسکر د هغوی لاس ته لوېدلی دی.
د دې وزارت ویاند قیس منګل د دفاع وزارت پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیو کې وایی چې ۵۸ تنه عسکر د طالبانو لاس ته ژوندی ورغلی او ضمناً یې ترکمنستان ته د تښتېدلو عسکرو په اړه هم یادونه کړې.
منګل ترکمنستان ته تښتېدلی عسکر هم ۵۸ تنه یاد کړی او ویلی یې دی، چې دوی د جګړې له امله تښتېدلی دی، خو په وینا یې بېرته د تورغونډۍ له لارې هېواد ته راغلی دی، په وینا یې ځینې ملکیان هم له جګړو تښتېدلی و.
هغه ویلی، دغه عسکر «په بالامرغاب کې د سختې جګړې له امله د ترکمنستان خاورې ته رسېدلی دی، یاد شوی ځواکونه بېرته د تورغونډۍ بندر له لارې افغان خاورې ته داخل شوی او دندو ته تللی دی.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109197

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *