ملګری ملتونه: په افغانستان کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو قربانیان زیاتوالی موندلی

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87686

د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت دفتر یا یوناما په خپل نوی راپور کې اعلان کړی چې د روان کال د نهو لومړیو میاشتو په ترڅ کې یوزرو ۶۵ تنه ملکی وګړی وژل شوی او ۲ زره ۵۶۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه راپور له مخې چې د یکشنبه په ورځ د یاد دفتر له خوا خپور شوی راغلی چې دا تلفات د ځانمرګی بریدونو، د ځای پرځای شوی ماین د چاودنې او نښتو له امله رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت دفتر ددغو تلفاتو پنځوس سلنه برخه د داعش ترهګریزې دلې او ۴۰ سلنه نور طالب ډلې ته نسبت ورکړی دی.
یوناما په خپل راپور کې د ملکی وګړو موخه ګرځول جګړه ایز جنایت بللی او ویلی چې د ملکی وګړو وژنه په هیڅ ډول دمنلو وړ نده.
ملګری ملتونه وایی د ځای پرځای شویو ماینونو د تلفاتو شمېر هم زیاتوالی موندلی دی. د یاد سازمان په وینا، د ځانمرګی بریدونو د تلفاتو شمېر د تېرکال په پرتله ۴۶ سلنه او د ځای پرځای شویو ماینونو د تلفاتو شمېر ۲۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
یوناما په خپل راپور کې ویلی چې د حکومت وسله والو مخالفینو د چاودنو قربانیان داکټران، زده کوونکی، لمونځ کوونکی او د مرسته رسوونکو بنسټونو کارکوونکی په برکې نیسی.
د یاد بنسټ په وینا، دولتی کارکوونکی هم د وژل شویو کسانو په منځ کې شامل دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87686

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *