ملګری ملتونه: موږ په یمن کې د ګڼ شمېر خلکو له مړینی سره مخ یو

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 85225

د ملګرو ملتونو بشری چارو چارواکو ویلی، نړیوال بنسټونه په یمن کې د “لوږې ضد مبارزه” له ماتې سره مخامخ شوی دی.
شمېرې ښیی، چې یمن کې اته میلیونه وګړی له لوږې سره مخامخ وو، چې اوس پرې ۳٫۵ میلیون نور وګړی هم ورزیات شوی.
په یمن کې د پولی واحد رالوېدو له کبله د توکو بیې هم لوړې شوې.
ملګری ملتونه وایی، یمن کې “د ځمکې پرمخ تر ټولو ناوړه وضعیت” دی.
د بشری مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارک لووک د جمعې په ورځ امنیت شورا ته وویل: “د لوږې ضد جګړه کې مو ماتې وخوړه.”
دی زیاتوی: “اوس مو په مخ کې داسې سیمې دی چې د لوږې له حالت سره مخامخ دی، چې هلته خلک د ونو پاڼې خوری؛ ځکه چې هېڅ ډول خواړه نه مومی.”
امنیت شورا د بریتانیا په غوښتنه یمن کې د شخړې له ډېرېدو سره د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.
یمن کې د سعودی په مشرۍ ایتلاف د حوثی یاغیانو پرضد، چې د ایران ملاتړ هم ورسره دی، جنګېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85225

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *