ملګری ملتونه: القاعده د داعش په پرتله ستر ګواښ دی

  • خپرول: ۱۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 43876

د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ وایی چې القاعده د اسلامی دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په نسبت تر اوسه په ډېرو سیمو کې لوی ګواښ دی.
د کارپوهانو په دغه رپوټ کې چې یوه کاپی یې اسوشېټېډ پرېس لیدلې ویل شوی چې د القاعده شبکه تراوسه د پام وړانعطاف لری او د یمن او سومالیا په څېر هېوادونو ته یې ګواښ متوجه کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه اختصاصی ډله چې دغه رپوټ یې د امنیت شورا ته برابر کړی، پر دواړو ډلو لګول شوی بندیزونه څاری.
کارپوهانو ویلی چې القاعده د عربو په ټاپوزمه کې جدی ګواښ بلل کېږی او په ټول منځنی ختیځ کې حملې تنظیموی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43876

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *