ملګرو ملتونو ویلی د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوو چې ټولو ته د منلو وړ وی

  • خپرول: ۳۱ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 128866

د ملګرو ملتونو سازمان وایی، په افغانستان کې د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوی چې ټولو ته د منلو وی.
د ملګرو ملتونو سازمان وایی، د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړی چې د افغانانو له حقونو په رښتینی توګه دفاع وکړی.
د دغه سازمان د عمومی سرمنشی مرستیالې امنې محمد د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې دوی د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوی چې ټولو افغانانو ته د منلو او په‌کې د ښځو حقونه خوندی وی: “کله چې د سولې په اړه یوه تګ‌لاره ټاکل کېږی، د خلکو د استازو سهم په‌کې د اندېښنې وړ دی، بله دا چې د خلکو استازی هلته په کومو هلته بحث کوی، تاسو د مسکو او دوحې ناستو ته وګورئ او دا لړۍ به روانه وی، زما په نظر په دغه بهیر کې د خلکو رښتینی استازیتوب مهم دی، دا هم باید هېر نه‌کړو چې دغه بهیر د ښځو له مرکزی ګډون پرته نتیجه نه‌شی لرلای.”
د ملګرو ملتونو څلور کسیز پلاوی په دوه ورځنی سفر کابل ته راغلی و او د دغه سفر په لړ کې یې د ولسمشر محمد اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره د سولې، بشری حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او بامیانو ولایت ته‌یې هم سفر درلود.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128866

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *