ملګرو ملتونو د مرسی د مړینې په اړه دخپلواکې څېړنې غوښتونکی شوی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 121828

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کمیسیون د مصر د پخوانی ولسمشر محمد مرسی د مړینې پر څرنګوالی د ‘خپلواکو څېړنو’ غوښتنه کړې ده.
دې کمیسیون ویلی، د زندان پرمهال د هغه د ساتنې ټول اړخونه او درملنه دې وڅېړل شی.
د دوشنبې ناوخته (غبرګولی ۲۷) د مصر دولتی تلویزیون اعلان وکړ چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسی د محکمې په جریان کې مړ شوی دی.
محمد مرسی د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته عبدالفتاح السیسی پرې کودتا وکړه او له واکه یې لېرې کړ.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کمیسیون ویاند رابرټ کولفیل ویلی: “په زندان کې هره مړینه باید د یوې خپلواکې ادارې لخوا ژر تر ژره، بې پرې، بشپړه او په شفاف ډول وڅېړل شی.”
ده ویلی، د مرسی د روغتیاپالنې، وکیل او کورنۍ ته د لاسرسی په ګډون د هغه د توقیف په اړه اندېښنې شته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121828

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *