ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان غندلی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112820

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان غندلی او ویلی یې دی، دا به افغانانو ته د لا زیات کړاو او زیان باعث شی.

که څه هم ملګرو ملتونو د طالبانو پر ۱۱ مشرانو د سفر بندیز لیرې کړ، څو له امریکایی چارواکو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړی، خو طالبانو د جمعې په ورځ د پسرلینو عملیاتو پیل اعلان کړ او په دې ترڅ کې یې په کندز، کابل او د هېواد په څو نورو سیمو کې لویې حملې وکړې.

امنیت شورا په خپله اعلامیه کې چې ټولو غړو په یوه خوله تصویب کړه، د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې له اوسنی فرصته ګټه واخلی او په بین‌الافغانی خبرو کې ګډون وکړی.

زلمی خلیل‌زاد چې د امریکا له لوری یې د طالبانو له استازو سره په څو پړاوونو کې خبرې کړی، هم د طالبانو حملې غندلې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112820

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *