ملګرو ملتونو د افغانستان سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه خپل شرطونه اعلان کړل

  • خپرول: ۱ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 129102

د ملګرو ملتونو سازمان عمومی منشی مرستیالې امینه محمد په یوه خبری غونډه کې ټینګار وکړ چې ملګری ملتونه په هغه صورت کې له طالبانو سره د سولې هوکړې ملاتړ کوی چې دا بهیر د ټولو افغانانو د منلو وړ وی او د مېرمنو حقونه پکې په پام کې ونیول شی.
ده زیاته کړه، مېرمنې د جګړې قربانیان او د افغانستان وګړی د سولې په اوسنی بهیر کې هیڅ رول نه لری او په دې هېواد کې د سولې بهیر د نه سراسری توب په اړه اندېښنې شتون لری.
د ملګرو ملتونو عمومی منشی مرستیالې ټینګار کړی، که مېرمنې په دې بهیر کې شتون ونه لری، موږ به د پام وړ پایلې ته ونه رسېږو. د هغو کسانو په اړه چې له طالبانو سره د سولې په غونډو کې د افغانستان خلکو په استازیتوب ګډون کوی دا پوښتنه مطرح کېږی چې دوی څومره کولای شی له طالبانو سره په خبرو کې ددې هېواد له خلکو استازیتوب وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=129102

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *