ملی دفاع وزارت د هېواد هوایی ځواکونو سرطبیب اړوند ویدیو په اړه څېړنه کوی

  • خپرول: ۹ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 38650

د ېوې نجلۍ سره د افغانستان هوایی ځواکونو د سرطبیب دګروال غلام رسول لغمانی د جنسی اړېکې څخه د یوه ویدیو د خپرېدو په دوام ، ملی دفاع وزارت اعلان کړی چې ددغه ویدیو په اړه څېړنه کوی.
په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو د کار اخستونکو په منځ کې یوه ویدیو خپور شوی چې ویل کېژی د هېواد هوایی ځواکونو په سرطبیب پورې اړوند ده. دغه ویدیو د یو نارینه او یوه ښځینه شخص ترمنځ یوه جنسی اړیکه ښیی. د ټولنیزو شبکو ځینو کار اخستونکو ددغه ویدیو په خپرولو سره ادعا کړی چې د هېواد هوایی ځواکونو سرطبیب د ېوې نجلۍ څخه چې دده تر لاس لاندې کار کوله ، ناوړه جنسی ګټه پورته کړې ده.
د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ویلی چې ددغې مسالې پرسر د څېړنې په موخه یو پلاوی خپل کار پیل کړی دی. ښاغلی وزیری دغه ویدیو په اړه چې د دګروال غلام رسول لغمانی پورې اړونده ده ، څه نه دی ویلی خو څرګند کړی چې د څېړنې وروسته به روښانه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38650

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *