ملا عبدالغنی برادر: هیڅ څوک د افغانستان راتلونکې په اړه وېره نه لری

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108470

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر او د شیخ الحدیث هبه الله اخندزاده سیاسی مرستیال ملا عبدالغنی برادر ویلی دی چې له راتلونکی افغانستان څخه دې هیڅوک ویره نه لری او دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
نوموړی د طالبانو له رسمی ویب پاڼې (الاماره) سره په لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ویلی دی چې له راتلونکی افغانستان څخه دې هیڅوک ویره نه لری او له افغانستان څخه به د سیمې هیوادونو او نړۍ ته هیڅ خطر نه پیښیږی.
ملا برادر په دې مرکه کې د قطر د وروستۍ ناستې په اړه ویلی دی چې مذاکرت ښه وو او له امریکانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی او تمه یې څرګنده کړې ده چې په راتلونکې کې به نورو پرمختګونو ته هم لاره هواره شی او په افغانستان کې به سوله، اسلامی نظامی او د افغانانو ترمنځ د ورورلۍ فضاء رامنځته شی.
نوموړی ویلی دی چې له امریکایانو سره په مذاکراتو کې له خپل دریځ او موقف څخه نه دی په شا شوی او تر اوسه په خپلو پخوانیو دریځونو ټینګ پاتې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108470

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




13 − 7 =