ملا عبدالغنی برادر له امریکا سره د خبرو پایلو په اړه خوښی څرګنده کړې

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108481

د طالبانو سیاسی مرستیال، ملاعبدالغنی برادر د دې ډلې د ویاند په ټویټرپاڼه کې د خپرې شوې غږیزې مرکې په ترڅ کې په قطر کې له امریکا سره د ۱۶ ورځنیو خبرو پایله ته خوښی څرګندوی.
ملابرادر په دې مرکه کې وایی د قطر په ناسته کې تر ډېره پرمختګ شوی او هیله ده چې په راتلونکې لا نور پرمختګ وشی.
هغه وړاندې وایی:«خبرې اترې ډېرې ښې وې او ډېره پرمختګ وشو. هیله د چې راتلونکې لا ډېر پرمختګ وشی. خدای دې افغانستان کې امن اسلامی نظام راولی. خپله خپلواکی ترلاسه کړو. بهرنی ځواکونه ووځی.»
ملابرادر سیاسی او جهادی مشرانو ته په پیغام کې وایی، هیله ده دوی له هېواده بهر ولاړ شی او د مقابل لوری په صف کې ونه دریږی، ځکه د نوموړی په خبره دې سیاسی او جهادی مشرانو او هم طالبانو له تېر وخت نه ډېرې تجربې ترلاسه کړې دی.
دی وړاندې وایی:«باور لرم چې داسې به ونشی. هم موږ او هم دوی ډېرې تجربې ترلاسه کړې دی او موږ د نورو په پرتله ډېر د سپین ږیرو، لویو علمی او جهادی مشرانو په قدر ښه پوهېږو.»
د طالبانو سیاسی مرستیال همداراز وایی افغانستان کې راتلونکی نظام به د هېچا په زیان نه وی او افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره هغه اړیکه غواړی چې نور هېوادونه یې لری:«راتلونکی نظام به د هیچا په زیان نه وی. نه موږ د چا تر اغېزې لانې یوو چې نور زموږ نه په اندېښنه کې وی. بلکې د ښو اړیکو غوښتونکی یوو.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108481

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *