معترضو نوماندانو د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو له خوا د پارلمانی ټاکنو د لغو کېدو غوښتونکی شول

  • خپرول: ۱۵ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 107386

معترضو نوماندانو د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو له خوا د پارلمانی ټاکنو د لغو کېدو غوښتونکی شوی او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې خپلو غوښتنو ته د بې غوری په صورت کې به ددې دوه کمیسیونونو د پخوانیو غړو له برخلیک سره مخامخ شی.
د پارلمانی ټاکنو یوتن معترض نوماند همایون همایون نن چهارشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل: په کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوی، لکه څرنګه چې هیڅ څوک په ټاکنو کې د پرېکړه کولو واک نه لری، حتی اشرف غنی نشی کولای په حکومتی چارو کې ددوی له مشورې پرته پرېکړه وکړی.
ده زیاته کړه: نوماندان د دوه کمیسیونونو له نویو غړو دا تمه لری چې ټاکنې باطل اعلان کړی، ځکه په دې بهیر کې هیڅ څوک د امریکا له سفارت سره د سلامشورې پرته د کار د ترسره کولو واک نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107386

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 65 = 74