معانی پوهنه او مانا پوهنه | عزت الله نورزی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 83525


Fb-Button

معانی د معنا جمعه ده. په لغت کې څرګندولو، د یوه شی پای او مقصد ته وایی. په ادبی اصطلاح کې هغه ‌‌ذهنی تصویر ته وایی، چې په واسطه یې موږ په الفاظو تعبیر کوو، یعنې هغه ذهنی تصویر ته وایی چې زموږ د الفاظو د جوړښت مطابق د مخاطب په ذهن کې جوړېږی یا هغه علم چې د حال له غوښتنې سره سم د خبرو کولو د چل ښودنه کوی، یعنې هغه لاره او قاعده چې د حال غوښتنه پرې سنجول کېږی او پلټونکی ته د یوې خبرې د پوهېدو ځواک ورښیی.

په جملو کې وړاندې والی، وروسته والی، د خبرو لنډوالی، د ژبې روانی یعنې د کومو کلمو په کارولو سره خپل مطلب رسول، د ژبې د قاعدو د کارولو وخت، د لیکوالانو، لوستونکو، اورېدونکو ټول کیفیات او د دوی د حالاتو مرعاتول، د حالت، ځای او وخت مطابق خبرې کول، مخاطب ته د خپلو خبرو معنا، هدف په مستقیمه توګه رسول، د معانی د علم په واسطه زده کولی شو.

د معانی علم د ادبپوهنې اړوند او مانا پوهنه د ژبپوهنې اړوند علم دی؛ خو د بلاغت علم پر پینځو نورو علومو ـ ګرامر، نحوې، ویی پوهنې، بیان او منطق باندې ولاړ دی، نو خپله لیکنه به داسې کوو:

  • د نحوې پر اساس به جملې جوړوو.
  • د منطق پر اساس به د کلمو د مفهوم اوډون کوو.
  • د بیان په مرسته به پېچلې کلمې په مستقیمه او نا مستقیمه توګه تشریح کوو.

ځینې عالمان د بلاغت علم په ارواپوهنه پورې اړوند بولی، دوی مفکوره لری چې معانی د ارواپوهنې اړوند مسأله ده. که دغو ټکو ته مو پاملرنه وکړه، زموږ وینا به له بلاغت څخه ډکه وی، د لوستونکو او اورېدونکو په ذهن کې به ځای ونیسی او د هر چا د فهم وړ به وی. (۱۲۰:۵)

ماناپوهنه د لفظ او مانا ترمنځ سمون ګوری، د دال و مدلول تړاو ته ځیر کېږی. یعنې د لفظ حالت بیانوی، چې د یوې معنا لپاره یې کاروو، هغې ته ځیرکیږی چې مفهومی معنا یې اداشی او کومې خبرې چې کوو هغه پر خپل ځای د ځای او مقام له غوښتنې سره سمې وشی، نو بیا د معانی پوهنې اړوندېږی.

موږ علم او پوه په یوه معنا کاروو، چې د دواړو اصلی معناوې بېلې دی، علم عام دی؛ خو پوه خاصه معنا لری. مانا پوهنه دغه موضوع په ځیر ګوری، خو معانی بیا دا څېړی، چې د علم نوم کوم مهال وکارول شی، چې تر پوهې یې اغېز زیات شی. ډېری وخت موږ پر دې فکر کوو، چې پوهه کوم مهال وکارول شی، چې تر علم یې اغېزه زیاته شی.

احمد ښه علم لری. احمد ښه پوهه لری. مانا پوهنه دغې خبرې ته ځیرکېږی. له لومړۍ جملې څخه زموږ مطلب دا دی، چې احمد په هر څه پوهېږی. د دویمې جملې معنا دا ده چې احمد په یوه څانګه کې ښه مهارت لری، خو معانی دې خبرې ته ځیرکېږی، چې له دواړو جملو څخه هدف څه دی او د کومې کلمې غوراوی ښه دی.

یا په منجلس کې یو کس وایی، یخ دی، د ماناپوهنې له نظر یې معنا دا ده چې یخ دی، هوا سړه ده. خو معانی یې دویمې معنا ته ځیر کیږی، چې زموږ په ذهن کې شته معناوې، لکه: کمپله راوړه یا بخارۍ روښانه کړه…

بیان له مجازی ژبې سره کارلری او د معانی پوهنې سروکار له حقیقی ژبې سره وی؛ خو بیان د مجازی او حقیقی ژبې ترمنځ د قرینې په مرسته تړاو پیداکوی، چې موخه یې مجازی مانا وی. معانی د یوې ژبې د الفاظو حقیقی مانا ته ځیرکیږی؛ خو دا هم په پام کې لری چې هدف ترې څه دی.

اصطلاحی ماناوې تر ډېره ټاکلې وی؛ خو هغه کلمه چې اصلی مانا ونه لری، یعنې په وییزیرمه کې یې مانا نه وی او مدلول یې خیالی وی، د بیان اړوندیږی، چې دا کار شاعران دبیان (تشبه،کنایې اومجاز) په واسطه کوی، یعنې له یوه محسوس شی سره یې ورته کوی، چې زموږ په ذهن کې د هغو لپاره تصویر جوړیږی؛ ځکه د بیان وظیفه ده چې مجازی مانا وې څېړی او د کلمو په ښکلا پسې ګرځی او معانی همدا تشبېه څېړی، چې په کوم ډول وړاندې شی، د لوستونکو او اورېدونکو زړه اوبه پرې وڅښی؛ خو ماناپوهنه د کلمو په دقت پسې ګرځی، هغه کلمی څیړی چې اصلی مانا ولری؛ خو معانی پوهنه د ګړنې په اړه جوړه شوې مفکوره وړاندې کوی،  چې کلی مفهوم رانغاړی، خو یوه ګړنه به د محیط په بدلون معنا هم تعیر کړی.

بیان موږ ته یوه مانا په څو لارو راښیی، چې یوه یې تربلې ښکلې وی: خو حقیقی مانا یې یوه وی چې د حقیقی مانا دقت یې په مانا پوهنې پورې اړوند دی. د معانی علم بیا دا څېړی چې کومه مانا مراده ده او کوم الفاظ اغېز ښندونکی دی.

کوم لیکوالان چې دمعانی علم ته ځیر نشی، په خپلو خبرو کې به ژبنۍ تېروتنې کوی او لوستونکی به په لوی لاس خطا باسی.

ماناپوهنه د کلمو په مانا پسې ګرځی، تل یې هڅه دا وی، چې لنډه معنا یې غوره کړی؛ خو معانی پوهنه بیا د جملو او کلمو معنا ته دومره ځیر نه وی، پر دې باند غور کوی چې موخه ترې څه ده.

ملایان چې درس وایی بیا دا خبره کوی: «کلمات مترادف، معنا یې واحده» خو پوهان وایی چې هممانا کلمې په یوه ژبه کې نشته. هره کلمه ځانته مانا لری. لکه نالوستی، او بېسواده په یوه مانا کارول کیږی؛ خو ټاکل شوې معناګانې یې فرق لری بېسواده ډېر وخت په منفی مانا کارول کېږی، څومره بېسواده یې!

دهرې مانا او مفهوم د څرګندتیا لپاره خپل الفاظ شته، که هغه ونه کارول شی، په لیکنو او وینا کې به مو لویه نیمګړتیا رامنځته وی، لکه: په معانی پوهنه کې ایجاز، اطناب او مساوات…هم راځی. لیکوال چې چېرته ایجاز پکار وی، هلته اطناب ونه کړی، هسې بې ځایه خبره اوږده نه کړی. مترادفې کلمې سره ونه اوډی، بلکې د معانی په مټ پکې غوراوی وکړی او نه د یوه مفهوم لپاره ډېرې جملې وکاروی.

معانی لیکوال ته د ژبې نزاکتونه ورښیی. کوم کلام او لیکنه چې د معانی له چاڼه وتې وی، هغه کلام او لیکنه به له مانیز عیبه پاک وی.

۴ total views, 4 views today

اړوند مطالب


فصاحت او بلاغت | عزت الله نورزی‎


معانی |  عزت الله نورزی


د معانی پوهنې تاریخچه | عزت الله نورزی


معانی پوهنه || عزت الله نورزی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83525

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *