مصدر (کړنوم)  لیکوال: اربازخان ساپی

  • خپرول: ۴ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 22778

مصدر عربی کلمه ده چې د راوتو ځای ته وایی او په اصطلاح کې د مصدر اسم هغه کلمې ته وایی چې د یوکار کېدلو یا نه کېدلو اظهار ترې کېږی خو چې د زمانې تعلق ورسره نه وی؛ لکه: خوړل ، څښل ، خندل، ژړل…

مصدر ته پوهاند ډاکټرمجاور احمد زیار کړنومی وایی او ځینی نور یې ناپای یا ناتمام مصدر بولی چې د لاتین د (infinitive)  ژباړه ده، دا نومونه دومره بده نه ده ځکه چې ناتمامه پېښېدنه څرګندوی او نوموی یې چې په شخص، زمانې او داسې نورو پورې هېڅ اړه نه لری.

په پښتو ژبه کې مصدر له یومورفمیز روستاړی(ل) څخه پېژندل کېږی چې همدغه روستاړی د فعل په ریښې پورې نښلی خو شرط یې دادی چې مورفیم ساده وی او که مورفیم اشتقاقی یا ترکیبی وی نو مصدری روستاړی(ل) له تنې سره نښلی نه له ریښې سره. هغه فعلونه چې مصدری روستاړی یې په ریښې پورې نښلی؛ لکه : موندل، خوړل، زبېښل، څښل، شړل….

هغه فعلونه چې مصدری روستاړی یې تنې پورې نښلی؛ لکه: یوځای کېدل، پرېوتل، غورځول…

په پښتو ژبه کې مصدر زیاتره وخت یوازې د فعل په توګه استعمالېږی او د ګردان پر وخت یې ځینې برخې له اصله لوېږی او کله کله په ځینو زمانو کې له مصدر څخه هېڅ ګټه نه اخیتل کېږی بلکه په بلې کلمې اوړی.

د مصدر دنده دا چې یو فعل نوموی یعنې څنګه چې نورشیان او پدیدې نوم لری؛ لکه: ونه، قلم، ډبره، هېواد ، سړی… همدا راز فعل هم نوم لری چې مصدر دی. څرنګه چې مصدر د فعل نوم دی او زمانه ترې نه څرګندېږی خو کله کله مصدر سره له دې چې فعل نوموی د فعل زمانه هم څرګندوی:

۱ – تېرمهال حکمی متعدی فعلونو کې:

کله چې فعل حکمی متعدی وی او زمانه استمراری تېرمهال وی نو فعل د مصدر په بڼه راځی؛ لکه:        

                          مفرد                   جمع

لومړی شخص     ما ځغاستل               مونږ ځغاستل

دویم شخص        تا ځغاستل                تاسې ځغاستل

درېیم شخص      ده/دې ځغاستل           دوی ځغاستل

۲ – تېرمهال متعدی فعلونو کې:

کله چې فعل متعدی وی او مفعول جمع مذکر غایب او زمانه استمراری تېرمهال وی نو فعل د مصدر په بڼه راځی؛ لکه: تا ناکونه خوړل.    ما خټکی خوړل.           تاسې خطونه لیکل.

۳ – تېرمهال لازمی فعلونو کې : کله چې فعل لازمی وی، فاعل جمع مذکر غایب او زمانه استمراری تېرمهال وی نو فعل د مصدر بڼه غوره کوی؛ لکه : دوی تلل. هغوی راتلل. محصلین کړېدل.  …

اړوند مطالب


پښتو فعل / لیکوال: اربازخان ساپی


آوازونه او غږونه/ اربازخان ساپی


نه ته وې نه لیکلې وې سندرې په دیوال/ لیکوال: شرر ساپی


ادبی غلا او تاثر/ لیکوال شرر ساپی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=22778

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *