مشرانو جرګه: په کابل کې ځانمرګی برید له نویو امنیتی وزیرانو څخه د دښمنانو هرکلی وو

  • خپرول: ۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 95962

د مشرانو جرګې غړو په کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید له نویو امنیتی وزیرانو څخه د دښمنانو هرکلی وبلل.
د افغانستان د مشرانو جرګې د کورنی امنیت او دفاعی چارو کمېسیون وایی، د وسله‌والو مخالفینو د تېرې ورځې په شان ډله‌ییزې حملې د حکومت د امنیتی بنسټونو د بې‌غورۍ او کمزوری مدیریت له امله رامنځته کېږی.
په داسې حال کې چې کابل تېره ورځ یو وار بیا د وسله‌والو مخالفینو د ډله‌ییزې حملې شاهد و، د افغانستان د مشرانو جرګې د کورنی امنیت او دفاعی چارو کمېسیون له حکومته غواړی چې د دا شان حملو د مخنیوی په هدف خپل استخباراتی بنسټونه پیاوړی کړی.
د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» ازادی راډیو ته وویل چې وسله‌والو مخالفینو د تېرې ورځې په حملې سره وښوده چې دغه ډله هر وخت او هر ځای وغواړی خپل هدف ته ځان رسولای شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=95962

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *