مشرانو جرګه: پر خالد د بشری حقونو سازمان تورونه سیاسی موخې لری

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 99690

د مشرانو جرګې غړو د ملی دفاع وزارت پرسرپرست اسدالله خالد د ماموریت په دوره کې د وژنې او جنسی ځورونې په تړاو پر ده باندې د نړیوالو بشری حقونو سازمان تورونه له موخو ډک وباله او ددې سازمان راپور یې سیاسی وباله.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار ددې جرګې یکشنبه ورځې په غونډه کې ټینګار وکړ، موږ پر ښاغلی خالد د نړیوالو بشری حقونو سازمان تورونه بې اساس ګڼو او که داسې وی نو ولی کله چې خالد په کور کې وو حتی دده تورونو ته اشاره نه وه شوی او اوس مهال چې د خلکو له خوا د وسله والو په وړاندې دده ګامونه له هرکلی سره مخ شوی، له داډول تورونه سره مخ کېږی.
ښاغلی مسلمیار پر دې مطلب په ټینګار سره چې ددې جرګې غړی د بشری حقونو له سرغړونکو څخه دفاع نه کوی زیاته یې کړه چې دا تورونه په داسې حال کې پر ښاغلی خالد اړول کېږی په دې وروستیو کې دی د ملی دفاع وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی او د هېواد امنیت او ثبات په موخه هڅه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99690

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 77 = 81