مشرانو جرګه: پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108971

د مشرانو جرګې غړی په افغانستان کې د نوی حکومت د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو په غبرګون، هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولی.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار تېره ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه په یوه غونډه کې وویل: د عمران خان څرګندونې په کلکلو ټکو غندو. ده د عمران خان داډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې روښانه لاسوهنه بللې او ویلی چې تاسې حق نه لرئ د افغانستان راتلونکې په اړه خبرې وکړئ.
مسلم یار ټینګار وکړ چې افغانستان اوس مهال له هغه پړاو څخه تېر شوی چې پاکستان د هغه برخلیک په اړه پرېکړه وکړی. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د ملی شورا په څېر جوړښت درلودونکی دی چې کولای شی د خپل راتلونکې نظام په اړه پرېکړه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108971

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *