مشرانو جرګه: مجاهدینو ته سپکاوی جرم دی

  • خپرول: ۱۸ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 57490

د مشرانو جرګې غړیو نن /سې شنبه/ پر یوې طرحې سلا وکړه چې پر اساس یې «مجاهدینو» ته سپکاوی جرم ګڼل کېږی.
دا طرحه د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وړاندې کړه او سناتورانو تایید کړه.
مسلمیار وویل، دا طرحه د مجاهدینو د سپکاوی د مخنیوی لپاره ضروری ده او د افغانستان د مجاهد ولس د مقدساتو د دفاع او ساتنې لپاره جوړېږی.
ده وویل، څوک چې مجاهدین توهینوی «خاینان» دی او هغه څوک چې د افغانستان د خلکو مقدساتو ته درناوی نه کوی، حق نه لری چې سیاست وکړی.
د مشرانو جرګې رییس دا هم وویل، د دې طرحې پر اساس به عدلی او قضایی اورګانونه مکلف وی هغه کسان ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاری چې ملی او جهادی شخصیتونو ته سپکاوی کوی.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر خلک پخوانی جهادی مشران د شوروی اتحاد په وړاندې د افغانانو له جهاد سره په خیانت او د پاکستان پر ګوډاګیتوب تورنوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57490

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *