
مشرانو جرګه: د کابل جنایت کارو نوملړ خپرېدل یو شعار دی!
- خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۷
- نوملړ: پارلمان
- د خبر شميره: 99143
د مشرانو جرګې غړو د کورنیو چارو وزارت له خوا د جنایت کارو کسانو نوملړ خپرېدل شعار بللی او ویلی یې دی چې دا وزارت باید په عملی ډول دا کسان ونیسی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، فضل هادی مسلمیار ددغې جرګې د سه شنبه ورځې په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پر دې اقدام په نیوکې سره وویل: که ددغه نوملړ شعاری کارونه نه وی، نو څه اړتیا ده چې په فېسبوک کې خپرېږی، د کورنیو چارو وزارت مسولیت لری ترڅو جنایات کاران ونیسی. له بده مرغه په افغانستان کې کارونه ډېری نمایشی بڼې لری، نه عملی بڼې.
ده زیاته کړه، ددې سربېره د جنایت کارو کسانو نوملړ له خپرېدو ملاتړ کوو، همدا چې جرات یې کړی کور یې آباد، خو غوښتنه مو داده ترڅو بیا هم جرات وکړی او دوی ونیسی.
نظرات(۰ دیدگاه)