مشرانو جرګه: د سولې هڅې د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ کوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 127548

د مشرانو جرګې غړو ددې مطلب په څرګندولو سره چې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې له طالبانو سره د سولې هوکړه ناشونی ده، ټینګار وکړ چې د سولې هڅې باید د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ نه کړی.
د مشرانو جرګې یوه غړی عبدالرحیم حسنیار په دې اړه وویل: په ټاکلی وخت د ټاکنو ترسره کېدل باید جدی وی، هیڅ بهیر نباید د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخ کړی، ځکه په هېواد کې د سولې ټینګښت او د خلکو برخلیک په ټاکنو پورې تړاو لری.
د مشرانو جرګې یوه بل غړی ګل احمد اعظمی وویل چې سوله او ټاکنې سره مستقیمې اړیکې لری او د افغانستان خلک په ټاکلی وخت د ټاکنو د ترسره کېدو په تمه دی او باید دا دوه بهیرونه یو پر بل ناوړه اغېزه ونه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127548

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *