مسکو کې پولیسو په لسګونو لاریون کوونکی نیولی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 120310

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د چهارشنبې په ورځ پولیسو په لسګونو لاریون کوونکی نیولی دی.

دغه کسان پر چارواکو د فشار راوستلو لپاره په لاریون راوتلی وو، څو د ایوان ګولنوف په نوم تحقیقاتی خبریال خوشې کړی.

دغه خبریال د مخدره موادو په تړاو نیول شوى، هغه قضیه چې د ده پلویان یې جعلی ګڼی.

د مسکو په مرکزی برخه کې نن د لاریون پر مهال د نیول شویو کسانو په منځ کې د اپوزیسیون مشر الکسی ناوالنی او ګڼ ژورنالېستان شامل دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120310

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *