مسکو به د افغانستان په اړه د څو اړخیزې غونډې کوربه وی

  • خپرول: ۳۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 78459

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان په اړه په مسکوکې د کیدونکې څواړخیزې غونډې په اړه ورته د روسیې له خوا رسمی بلنه نده رسیدلې او کله چې دغه بلنه ترلاسه کړی بیا په دې اړه چې ایا پکې ګډون کوی کنه خپل رسمی دریځ اعلان کړی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازی ضمیرکابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې انترفاکس آژانس ته ویلی چې مسکو به دوه اونۍ وروسته د سپټمبر په ۴ د افغانستان په اړه د څو اړخیزې غونډې کوربه وی چې طالبانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوی هم منلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال ویاند صبغت الله احمدی تیره ورځ ناوخته ازادی راډیوته د کابلوف د دغو څرګندونو او په مسکو کې د کیدونکې غونډې په اړه بې خبری وښوده او ویې ویل،

“د ښاغلی کابلوف دغو څرګندونو ته په پام سره موږ تراوسه رسماً کوم څه ندی ترلاسه کړی او هرکله چې موږته په دې برخه کې رسماً څه را ورسیږی بیا به خپل دریځ روښانه کړو.”

امریکایی والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وایی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه سمدستی له څه ویلو ډډه وکړه خو په مسکو کې د افغانستان سفیرعبدالقیوم کوچی د روسیې دغه اقدام ستایلی او ویلی یې دی چې روسیې مخکې هم د وسله والو طالبانو له استازیو سره څوځلې کتلی او اوس چې هغوی د مسکو غونډې ته وربولی، دا ښه خبره ده.

د والسټریټ په وینا په دې غونډه کې به چې د سیمې نورمهم لوبغاړی هند، چین، پاکستان او ایران برخه اخلی، د طالبانو د قطرد سیاسی دفتر لوړ رتبه مرکچی شیرمحمد عباس ستانکزی ګډون وکړی.

وسله والو طالبانو تراوسه د مسکو د غونډې په اړه رسماً څه ندی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78459

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *