مسلمیار: د مسکو په غونډه کې یوازې د طالبانو غوښتنې په پام کې ونیول شوې

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104122

د افغانستان مشرانو جرګې رییس وایی په مسکو کې له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو په غونډه کې یوازې ددې ډلې غوښتنې په پام کې نیول شوی دی.

د افغانستان مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار اعلان وکړ چې په هېواد کې د جګړې پای باید هغو قربانیو ته په درناوی وشی چې ددې هېواد وګړی ورکړی دی.

د تسنیم د لیکنې له مخې، مسلمیار وویل چې په افغانستان کې د اسلامی جمهوری نظام شتون لری او خلک خپل عادی ژوند او سیاسی فعالیتونو ته دوام ورکوی.

د افغانستان مشرانو جرګې رییس زیاته کړه: موږ له سولې ملاتړ کوو، خو هغه سوله چې پکې عزت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان خلکو یووالی په پام کې نیول شوی وی.

ده ټینګار وکړ چې د سولې خبرې به یوازې په هغه صورت کې بریالۍ وی چې ددې هېواد دولت په مشرۍ ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104122

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




33 − 23 =