مسلمیار: حکومت باید د طالب بندیانو د خوشی کولو په برخه کې احتیاط وکړی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 121849

د مشرانو جرګې رییس وایی حکومت دې د طالب بندیانو په ازادولو کې کولو له احتیاطه کار واخلی.
د مشرانو جرګې رییس که څه هم د ولسمشر له‌خوا د طالبانو زندانیانو خوشې کول د مشورتی لویې جرګې غوښتنه بولی، خو په دې برخه کې د احتیاط غوښتنه کوی.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلم‌یار وویل:«که سوله نه راځی او زموږ یو طرفه خوش امدید وی نو په دې کې تجدید نظر په کار دی او هغه څه چې شوی هغه شوی خو په راتلوونکی کې احتیاط په کار دی.»
بلخوا بیا د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړی بیا د هېواد له بندخونو څخه د طالبانو خوشې کول د اندېښنې وړ او له پوښتنو ډکه او پټه موضوع بولی.
د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق په دې اړه وایی:«ډېری لیدل شوی هغه کسان چې له بندخونو ازاد کړل شوی وو له اول څخه ډېر وحشی او خطرناک شوی او بېرته د جګړې لیکو ته تللی دی. او دا شمېر چې ازاد شوی یو ستر شمېر دی او دا د اندېښنې وړ دی.»
یو شمېر سناټوران د حکومت له‌خوا له بندخونو د طالب بندیانو ازادول ستایی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121849

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *