مسلمیار: امریکایان د افغانستان او اېران ګډ دښمنان دی

  • خپرول: ۱۳ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 129733

د ګډ حکومت د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادی مسلمیار» چې د یوه لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ ایران ته تللی، هلته یې د ایران د ولسی جرګې له رئیس او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلی او د ایران د مذهبی مشر او ولسمشر د لیدلو په تمه دی.
نوموړی د ایران د ولسی جرګې له رئیس سره په ګډه د ایران پارلمان ته په خبرو کې وویل « امریکایان د افغانستان او ایران ګډ دښمنان دی او له اسلام او بشریت سره دښمنی پالی، هغوی په افغانستان کې ریښتینی سولې ته ژمن نه دی او د هیواد په شمال کې د داعش ډلې تحرکات یې ښه بېلګه ده».
نوموړی له ایرانی چارواکومننه وکړه چې په هیواد دننه یې افغان کډوالو ته د زده کړې زمینه برابره کړې او د هغوی غوره میلمه پالنه یې کړې.
مسلمیار له دې سره، سره د امریکا له لوری په ایران باندې لګول شوی بندیزونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې افغانستان به له ایران سره اوږه په اوږه درېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=129733

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *