مسعود اندرابی به د کورنیو چارو سرپرست وزیر ونومول شی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104313


Fb-Button

تاند- د افغانستان د ملی امنیت پخوانی مرستیال او سرپرست مسعود اندرابی د کورنیو چارو سرپرست وزیر نومول شوی دی.

سرچینې وایی چې حکومت به ژر اندرابی د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته وروپېژنی.

وروسته له دې چې ۳ کاله مخکې د ملی امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل استعفا وکړه، ښاغلی اندرابی د یوې مودې لپاره د ملی امنیت د عمومی ریاست سرپرست و.

مسعود اندرابی د ملی امنیت ریاست د عملیاتی رییس په توګه هم کار کړی دی.

د ویس احمد برمک له استعفا وروسته د لنډ وخت لپاره امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو خو صالح د دې لپاره د کورنیو چارو وزارت چوکۍ پرېښوده چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د اشرف غنی لومړی مرستیال وی.