مسؤلین: د جګړو زیاتېدو د جوزجان پر اقتصادی فعالیتونو سیوری غوړولی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112812

د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، په دې ولایت کې د جګړو زیاتېدو پر اقتصادی فعالیتونو سیوری غوړولی.

د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یولبرف عطایی نن ازادی راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د نوی لمریز کال له پیله په دې ولایت کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوی چې له امله یې هېڅ اقتصادی پرمختګ نه دی شوی او خلک د بې کارۍ له ستونزې سره مخ دی.

ښاغلی عطایی وایی، د جوزجان په زیات شمېر ولسوالیو کې ناامنی ده، خو مرکز یې نسبی امنیت لری.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې چې د ناامنۍ پېښې کمې وې، په جوزجان کې هرکال په زیاته اندازه غالۍ، ګلیم او قره قل جوړېدل او نورو هېوادونو ته هم صادرېدل چې اوس دا فعالیتونه په ټپه ولاړ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112812

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *