مزارشریف ښار کې د نوی کال لپاره چمتوالی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 109038

د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د نووز جشن د لمانځنې فرهنګې کمېټه د راتلونکی جشن لپاره له چمتووالی خبر ورکوی.
دوی وایی یاد جشن په پرتمینو مراسمو ولمانځل شی او ورته د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه هم ملیمانه رابلل شوی دی.
د نورز جشن د ترسراوی د کمېټې د تشریفاتو رییس، محمدبشیر توحیدی وایی:«ټول چمتووالی نیول شوی، نور کالونه به د سویل نه میلمانه یوه ورځ مخکې له نوروز نه راتلل، خو اوس کابو زر تنه میلمانه د نوروز نه کابو یوه اوونۍ مخکې راغلی دی.»
همداراز یو شمېر میلمانه هم له ولایتونو راغلی او غواړی چې د جنډې پورته کولو مراسم وګوری او دعا وکړی.
د هلمند اوسېدونکې، بلقیس وایی:«زه هر کال زیارت ته راځم، امنیت وو، خو سږکال وایی چې امنیت ښه نه دی، خو زه راځم چې خدای ارامۍ راولی دعا کوم.»
د هلمند بله اوسېدونکې، خانم ګل زیاتوی:«دلته آزاده ګرځو، د نوروز میله لمانځو، پارکونو ته ځو، هلمند کې دا آزادی نشته.»
په داسې حال کې چې هر کال د نوروز میلې د لمانځلو لپاره امنیتی بنستونه ځانګړې تابیاوې نیسی، بیا هم خلک هیله لری چې په دې برخه کې ډېر پام وشی تر څو خلک یاده مېله په ښه توګه ولمانځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109038

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *