مریم وردګ: د شویو ادعاوو په اړه یې خبرې تحریف شوی

  • خپرول: ۶ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117988

په ځینو رپوټونو کې راغلی و چې مریم وردک د ولسمشر د پخوانی سلاکار جنرال حبیب‌الله احمدزی هغه ادعاوې تأیید کړې وې چې په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې جنسی خواهشات کېږی.
مریم وردک د افغانستان د ملی امنیت شورا په دفتر کې د سټراتیژیکو اړیکو مشره سلاکاره وه.
هغې د یکشنبې په ماښام په‌دې اړه پر ټویټر یو لنډ ویډیویی پیغام خپور کړی او ویلی یې دی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خبرې تحریف شوی.
د اغلې وردک دا لنډ ویډیویی پیغام له اریانا ټلوېزیون څخه د هغې د تازه مرکې یوه برخه ده.
“زما مصاحبه په ټولنیزو رسنیو کې تحریف شوې ده. هیله مې دا ده چې زما د مصاحبې انګلیسی متن باید واورېدل شی. زما اصلی هدف د جنرال احمدزی د خبرو په مورد دا و چې دا خبرې د ښځو د پرمختګ مخه نیسی.”
مریم وردک له «WION» هندی ټلوېزیونی شبکې سره په یوه مرکه کې چې د شنبې په شپه خپره شوه، د ولسمشر اشرف غنی د یوه پخوانی سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی د ادعا په اړه چې ویلی یې دی په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې جنسی خواهشات کېږی تبصره کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117988

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *