مرکزی بانک نن ۳۲ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کوی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 83562

د افغانی پیسو په وړاندې د ډالرو ارزښت په بې ساری کموالی سره، د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې نن شنبه ۳۲ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کوی.
د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې ددغه بانک اهدافو د ترلاسه کېدو او د ډالرو ارزښت د کنټرول په موخه، نن شنبه ۳۲ میلیون ډالر به بازار ته وړاندې کړی.
د تېرې اونۍ په وروستیو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د امریکایی ډالرو بیه په بې ساری ډول زیاتوالی وموندله، ان تردې چې یو امریکایی ډالر ۷۸ افغانیو ته ورسېد.
د مرکزی بانک مشر خلیل صدیق ویلی چې ددغه وړاندې کولو اساسی موخه، د افغانی پیسو را ټولول ده چې د اړتیا نه زیات په بازار کې شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83562

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *