محمود قریشی: د طالبانو او امریکایی چارواکو په خبرو کې پرمختګ شوی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108417

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی ویلی چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ په روانو خبرو کې “پرمختگ” شوی دی، خو ددغه پرمختگونو په اړه یې جزییات څرگند نکړل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد د څه دپاسه دوو اونیو راهیسې د طالب استازو په دوحه کې په خبرو بوخت دی.
ددغې غونډې په هکله چې له تمې زیات دوام یې وکړ لږ جزییات بهر ته راوتلی دی ، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پدې غونډه کې د “پرمختگونو” د رامنځ ته کیدو خبره کوی.
ښاغلی قریشی د سه شنبې په ورځ (مارچ ١٢) په اسلام آباد کې د جرمنی د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په یو گډ خبری کنفزانس کې وویل چې “پاکستان په افغانستان کې ټولې ډلې هڅولی چې سره کښینی او بامفهومه بین الاافغانی خبرې وکړی”.
سره له دې چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه پر “بین الافغانی خبرو” ټینگار کوی، طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت سره له مستقیمو خبرو کولو ډډه کړې ده.
ښاغلی قریشی دا خبره په داسې حال کې کوی چې پدغو خبرو کې دخیلو دوو اړخونو طالبانو او امریکا په خبرو کې د پرمختگ په هکله تر اوسه څه ندی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108417

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




40 − = 37