محقق: له نورو ډلو سره د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړو د یوځای کېدو شونتیا شته

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 130861

وروسته له هغه چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ په مېنځ کې د اختلافاتو خبرونه ورکړل شول، د یاد ټکټ دوهم مرستیال وایی، وروستۍ پرېکړې ته په تمه دی او ښایی تر پرېکړې وروسته له ملګرو سره یو ځای نورو ډلو ته مخه کړی.
محمد محقق له طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل « زموږ د ټیم دننه اختلافات د لومړی وزیر په چوکۍ رامنځته شول، د اختلاف ټکی دا وو چې ایا په کمپاینی اعلاناتو کې د لومړی وزیر د چوکۍ یادونه وشی یا نه. ددې اختلافاتو زیان ټولو ته ورسېد او د کمپاینونو د درېدلو سبب شو».
محقق زیاته کړه « وروستۍ پرېکړه لا پر ځای پاته ده، مشران د اختر په مناسبت په رخصتیو دی، کله چې هغوی را وګرځی سره کښېنو، که چېرې د ټیم په منحل کېدلو پریکړه وشوه، ټیم منحل کوو، که د ټاکنو تحریم مو خوښ شو، ټاکنې تحریموو او که وویل شول چې هر یو په خپله لار تللای شی نو ښایی له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره یو ځای شو».
د محقق له قوله، د ټیم دننه اختلافات ددې لامل شوی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټیم د بریالیتوب احتمال کم شی او ټاکنیز کمپاینونه ودرېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130861

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *