محقق لاهم خپله دنده پرمخ وړی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104374

نږدې شل ورځې وړاندې محمد اشرف غنی حکم وکړ، چې محمد محقق نور د اجراییه ریاست د مرستیال په ډول له دنده پر مخ نه‌شی وړلی.

ارګ د روانې میاشتې په څلورمه خپره کړې اعلامیه کې لیکلی و: «د افغانستان د اساسی قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دی.»

یوازې دوه ورځې وروسته د دې حکم شل ورځې پوره کېږی، خو محمد محقق خپله دنده پر مخ وړی او ان پر مهمو مسائلو کې له کورنیو او بهرنیو سرچینو سره ناستې هم لری.

تازه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې انګرید هایدن د هغه دفتر ته ورغلې وه او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یې خبرې اترې کړې دی.

هغه د محمد اشرف غنی د حکم په غبرګون کې ویلی و، نوموړی دا صلاحیت نه لری چې دی له دندې لرې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104374

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *