محقق: د سولې بهیر نباید له دې نه زیات اوږد شی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 120327

د اجرایی ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ویلی، طالبان باید بین الافغانی خبرو ته غاړه کېږدی، په داسې حال کې چې بحثونه تردې دمه بین الافغانی وو او په خبرو نه دی بدل شوی.
محقق د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په یوه خبری غونډه کې وویل: له خلیلزاد سره په خبرو کې د بین الافغانی خبرو د وخت ټاکلو پرسر بحث شوی او ټینګار شوی چې د بین الافغانی خبرو وخت باید په ډاګه شی.
ده همداراز یوځل بیا د کاری دورې له پای ته رسېدو وروسته د ملی یووالی حکومت کار دوام غیر قانونی بولی او دا ګام د حکومتی قانون پر خلاف بولی.
د سرچینو په وینا، محقق د ولسمشر له خوا وروستی ګمارنې او لیری کول یوډول ټاکنیز رشوت وباله او زیاته یې کړه: په دې وروستیو کې په یوه ورځ څه باندې سل تنه سفیران او ۳۰ امنیه قومندانان ټاکل شوی چې دا ګام به په راتلونکې ټاکنو کې د پراخو درغلیو لاره هواره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120327

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *