محقق: اشرف غنی فکر کوی چې ټول حکومت یې شخصی ملکیت دی

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 105207

د اجراییه ریاست مرستیال او د راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر د ټیم غړی، محمد محقق وایی محمد اشرف غنی فکر کوی چې ټول حکومت یې شخصی ملکیت دی.

هغه دا څرګندونې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د وروستیو ناندریو او د ملی امنیت د پخوانی مرستیال دین محمد جرئت پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اړه کړې دی.

محقق چې په یوه خبری غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د حکومت وروستی بدلونونه یوازې په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې لپاره شوی دی.

هغه وایی حکومت په تېرو ټاکنو کې هم پوره لاسوهنه وکړه، چې په وینا یې ځینې والیان ګواښل شوی و، چې باید هرو مرو درغلی وکړی.

اشرف غنی څو ورځې وړاندې د یو فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو مسؤلین او کمېشنران له دندو لرې کړل، چې علت یې درغلۍ او فساد په ګوته شوی دی.

محمد محقق چې د اشرف غنی له لوری د اجراییه ریاست له مرستیالۍ لرې کړل شوی، بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکوی او تېره دوشنبه هم د وزیرانو شورا ناسته کې برخه‌وال و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105207

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




8 + 2 =