محصل باید محصل وی | آغاملوک سهار

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 59868


Fb-Button

محصل د اوسینو ټولنو د ملاتیر دی،که دا تیر خام و نو ټولنه په ملا ماته ده، او که د دې تیر د افکارو بنسټ پوخ و. ټولنه هغومره ژر له زواله تداوم ته بیایې، په پښو یې دروی، سکون ورکوی او درد یې دوا کوی، د هیواد په نازک حالات کې د کندې غاړی ته نه دروی. دا قشر کولای سی د ټولنې ټولې هیلې وغوړه وی یا په اوبه لاهو کړی.

 په دی وروستیو څو لسیزو کې د هیواد د لوی بدلونونو لامل هم محصلین وو،هره ایډیالوژی چې غواړی دلته ځای پیدا کړی، نو کوشش دا وی چې په دی قشر کې ځان ځای کړی، ځکه دلته نفوذ اسانه دی، له دی ځایه هره لار نژدې ده، خو متاسفانه په هیواد کې څوک دی نقطې ته څوک ډیر پام نه کوی.

زه په دی اړه ډیر څه نه لیکم، ځکه دا لوی موضوع ده باید په څرنګوالی یې پوره بحث وسی. خو غواړم دلته دا ووایم په اوسنیو حالاتو کې چې موږ له ډیرو اړخو ناتوانه یو. له ګڼو ستونزو سره مخ یو، او نورو مرستې چې د وجود د وینو په قیمت راته تمامیږی ګوزاره کوو، له تعلیمی، تحصلی، کار  او نورو اړخونو سره سره په نور وابسته یو. هر کال په سلګونه زره زده کوونکی مو له ښوونځیو څخه فارغیږی، خو په حقیقیت کې له دولس کاله درس ویلو څخه یې ډیر کم ددی وړتیا لری چې پوهنتون ووایې،ډیره یې د پوهنتون د لوستلو وړتیا نلری، هغه چې له نورو لوړو زده کړو ته لار ومومی، حتمن ټولنې ته د یو لوی سردرد سرچینه وی، هغه چې هغه چې په کور دننه یا بهر پوهنتون ته بریالی سی، د بیت المال په سلګون زره افغانی ور باندی مصرف سی چې فارغ سی، خو ۵۰٪ د مارکیټ د کار وړتیا نلری، اکثریت یې د هیواد ملی ګټی، ازرښتونه او کلتور نه پیژنی یا کار نه ورته کوی، د نورو د لاسونو آلې سی.

اوس پوښتنه داده چې زموږ محصل باید څه ډول یې؟
۱: مخکې له دی چې پوهنتون ته ولاړ سی، باید دا وګوری چې زه څه ته جوړ یم یا په بل عبارت په کوم مسلک کې زه خپله وړتیا تر بل هر چا څومره ښه ښودلای سم،. زما وړاندیز خو داده چې د هیچا په خوښه دی هم څوک انتخاب نه کوی، بغیر له ځانه. که نه پوهیږی نو ولاړ دی سی پوهنتون دی ووینی، استادانو او نورو هغه کسانو سره مشوره دی وکړې، چې ښې لاسته راوړنی لری،. دا غلط باور دی چې وایې دا مسلک ښه عاید لری، یا په دی مسلک کې څوک ښه وده کوی.

 مهمه نده ته دی لمړی څلور کلن پوهنتون ته لار پیدا کړی، دوه کلن انسټیتوت سم ووایه تر څلور کلن نیمچه لیسانس بهتره ده. که دی دا سم وویل پوهنتون ته اسانه لار پیدا کوی، د نړۍ اکثره لایق لایق کسانو لمړی دوه کلن انستیتوټ ویلی دی، بیا نورې زده کړی هم کړی او افتخاری دوکتوراوی هم تر لاسه کړی دی. ډیره داسې کسان هم سته چې هیڅ پوهنتون یې ندی لوستی یا ډراپ سوی دی، خو ستر بدلونه یې راوستی، ددوی د بریا راز دا وو چې څه یې غوښتل له هغه سره مینه وه او ټول ګواښونه یې منل.

۲: محصل باید له لوکل یا سیمه یز حالته څخه ځان وباسی یعنې قومی، سمتی، ژبنی، مذهبی او دی ورته نور مسایلو پوری نه یې تړلی.  د شیان د  واقعی پرمختګ مخه نیسی، متاسفانه زموږ محصلین چې پوهنتون ته ولاړ سی د خپلی ژبی، قوم، سمت، ټولګی،… لپاره ټولنه یا اتحادیه اختراع کړی، یا د درس په ځای ددی مسایلو لپاره هاخوا داخوا او یو بل پسی منډی وهی. چې له یوې خوا د پوهنتون نظم خراب کړی، د نورو شومو اهدافو ته لار هواره کړی، له بلی خوا ددی په ځای چې درس ووایې. له نوی مهارتونو سره ځان بلد کړی، په خپله پښو ودری، هم وخت، هم نور فرصتونه له لاسه ورکړی.

۳: پوهنتون څه نه در زده کوی، یوازی داده در زده کوی چې څنګه یو څه زده کړی، یا په بل عبارت پوهنتون یوازی لار درښیی،. نو ستا خوښه ده لار تعقیب وی یا نه.

نو بهتره داده چې له پوهنتون نه مخکې روان یې، د هیواد دننه د زیاتو پوهنتونونو تحصلی کریکولمونه د له مارکیټ سره اپډیت نه دی، نو ښه داده چې هغه څه زده کړی چې ستا د خوښی او د کار وړ وی. که له کومې موضوع سره خاص علاقه لری خو په درس کې لږ شامله وی نو ښه ده تعقیب یې کړی.

۴: د هر محصل ارزو دا وی چې اول نمره وی، خو تر اولنمرګی ښه داده چې نوښتګر یا مبتکر یې. خلاقیت یو شعوری هڅه ده، نو ښه داده چې خلاقیت ته وده ورکړی، اول نمرګی په یوه ټولګی کې تاته لمړی ځای درکوی، اولنمرګې یو کس اړ کوی چې کوم څه یې خوښ هم نه وی باید ډیر وخت ورکړی، خو نوښت تاته په هر ځان لمړی ځای درکوی،هغه څه سره ته بوختیږی چې په درد دی خورې، تا په یو یونیک کس بدلوی، په هره برخه کې نوښت ته ضرورت سته. اولنمره ګی موقت خو نوښت دایمی دی،هر نوښګر اولنمره کیدای سی، خو هر اولمنره نوښتګر ندی.

بهتره داده چې بو منځنی محصل واوسی، د ژوند نورو اړتیاوې پوره کړی او اضافه مهارتونه زده سی.

۵:  مخکې له دی چې محصل مطالعه وکړی، مطالعه باید زده کړی،هر کتاب په یو ځل لوستلو هم نه ارزې، د هر کس خبرې په یو ځل لوستلو هم نه ارزې، نو لمړی باید دا درک سی چې څه ولولم او څوک واورم.

 زما یاد دی زموږ چپتر چې اتیا مخه وو، زما ځینو همصنفیانو تر فاینل امتحان پوری شپږ، اووه واری ټکی په ټکې زده کړی وو، له ستریس او فشار سره چې له دی ځایه به سوال راوړی له هغه به یې راوړی، په سره او شین قلمونو یې حلقه حلقه کړی وو،. ددی لپاره چې ډیری نمری واخلی هر ورځ به یې ټولګې کې ددی په ځای چې درس ته ځیر سی او استاد ته غوږ سی، په استاد پسی نوټ لیکل. ما چې کله هغه چپتر ولیدل، د کمپیوتر اساسات وو نو مې ځان سره وویل که دا ازادی مطالعی کتاب وبولم نو دا اتیا مخه په دری، څلور ورځی کې بیله کوم فشار لولم، محتوا به یې زده کړم. بیرونی مطالعه هم ورسره وکړه، ددوی نوټ به مې هم پیدا کړ. نو مطالعه باید ددی لپاره وسی چې محتوا تری واخیستل سی، په ټګ کې مطالعه یا موزیک پلی مطالعه،یا ټکې په ټکې زده کول مطالعه، چې دا مطالعه نه بلکې روانی فشار دی، دا موضوع اوږده ده دلته نه راټولیږی.

۶: ډیری محصلین چې پوهنتون ته لاړ سی، په عاطفی مسایلو اخته سی، معده وبایلی، د ورځی او شپی بل کار نه وی، په موبایل خبری یا مسیجونه کوی،په ټولګې کې مسیج، ماښام په بستره کې خبرې،… یو په بل پسی وابسته سی، ډیری وخت دا ډول اړیکی چې د سړک په سر شروع سوی وی، تر پایه نه رسیږی او ښی پایلی نلری. نه یوازی چې وخت ضایع وی، حیثیت ته هم صدمه رسیدلی وی، وخت او حیثیت هغه څه دی چې بیرته نه راګرځی.

۷:  مخکې له دی فارغ سی، باید له کارې محیط سره بلد وی، اړین مهارتونه زده کړی. د کارې مارکیټ اړتیا باید درک سی، هره برخه کې یو کس زده کړی کوی که له ټنکالوجۍ سره بلد وی، نو په کار کې به تر ډیرو وړاندی وی، پوهنتون لوستل یوازې تاسو ته د یو مسلک په اړه کانسپټ درکوی، نور باید تاسو د هغه څه په اړه خپله ولولی، دا باور غلط دی چې بې د استاده له رهنمایې  یو څه نه زده کیږی، په داسی حال کې د علومو ډیر پیچلی مسایلو حل او د ډیرو نوښتونو  سرچینه ځانی مطالعه ده، د خوښی مطالعه تر ټولو ښه پوهنتون دی. له فارغیدو وروسته دا ماسبه نده چې موږ تل یو کارکوونکی واوسو، باید په دی فکر وکړو چې څنګه له یوی نوی مفکورې سره نوی څه پیل کړو، یو نوی فصل پرانیزو، ممکن لمړیو کې ډیرې ستونزې وې، ولی په ریسک ارزی.

اړوند مطالب


د نورو له کړنو باید متاثره شو؟ || آغاملوک سهار


کارآفرینی ولی مهمه ده؟| آغاملوک سهار


اختراع، نوښت او ډوپلیکیشن | آغاملوک سهار‎


په ځان باور/ لیکنه: آغاملوک سهار

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59868

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *