محب: له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د پای په مانا نه دی

  • خپرول: ۲۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 108270

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه ویلی، له طالبانو سره سوله به د ‘نړیوالې ترهګرۍ’ د ګواښ ختمېدو په مانا نه وی. بل خوا، ملګرو ملتونو د سولې خبرو کې پرمختګ ستایلی دی.
ښاغلی محب د دوشنبې په ورځ (کب ۲مه) نیویارک کې جوړې شوې غونډې ته وویل، افغان امنیتی ځواکونه به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړی، “خو د دې مبارزې مسؤولیت یوازې د افغانستان پر غاړه نه دی او تلپاتې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لری.”
هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په لګول شویو بندیزونو کې سازش رامنځ ته نه شی:
“په دې برخه کې به د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې په برخه کې ناتوانی د امنیت شورا ناکامی وبلله شی او دا ډلې به خپلو ویجاړوونکو فعالیتونو ته دوام ورکړی.”
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یماماتو هم ویلی، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د ټاکنو بهیر او د سولې خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108270

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 50 = 54