مجیب ځدراڼ په ای پی ایل کې مخ پورته روان دی

  • خپرول: ۱۷ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 57174

د انځورکاپی حقونه @lionsdenkxip
@lionsdenkxip


د @lionsdenkxip په مټ ټویټر  تبصره : Getting improved and improved with any game, @Mujeeb_Zadran 😄#LivePunjabiPlayPunjabi #KXIPvRR
د انځورکاپی حقونه @lionsdenkxip
@lionsdenkxip

د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر اشوین تېره یکشنبه مۍ ۶مه، د راجستان رویل لوبډلې تر ماتولو وروسته وویل، موږ تر اوسه شپږ لوبې ګټلې چې ډېر رول پکې زموږ د توپ اچونې برخې لوبولی دی.

مجیب الرحمن په دغه لوبه کې په ۳ اورونو کې ۲۷ منډې ور کړې، ۳ لوبغاړی یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړې شو.

د لوبې پچه پنجاب لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

راجستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو، پنجاب لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

پنجاب لوبډلې ور کړل شوی هدف په ۱۹ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې په شپږو ویکټو وګټله.

پنجاب لوبډلې چې افغان محیب الرحمن یې له حساب وړ بالرانو دی، تر اوسه ۹ لوبې کړې، شپږ یې ګټلې، ۳ یې بایللې او تر اوسه په نوملړ کې درېیم ځای لری.

مجیب الرحمن او اندریو ټای، هر یوه تر اوسه د پنجاب لوبډلې لپاره ۱۲ویکټې اخیستې دی، خو په دومره توپیر چې د مجیب الرحمن د توپ اچونې ایکانومی ۶،۸۵ ده او د ښاغلی ټای ایکانومی بیا ۷،۶۹ ده.

* مجیب ځدراڼ، جادوګر توپ اچوونکی

* مجیب ځدراڼ د ای پی ایل تر ټولو ځوان لوبغاړی شو

* کرېکټ: د مجیب ځدراڼ له نړیوال ریکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان بری

ایکانومی په کرېکټ کې د توپ اچوونکی پر هر اور د ور کړیو منډو اوسط ته وایی.

د بالیووډ فلمونو لوبغاړې او د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ونډه والې پریټی زینټا ویلی:

“د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ له “وړتیاوو ډک” لوبغاړی دی، نو ځکه یې پنجاب لوبډله لېواله کړه چې د بولۍ پرمهال پرې له ۴ کروړه زره هندۍ کلدارو تېره شی.”

د پنجاب لوبډلې په ښه ځلېدا کې د مجیب ځدراڼ او انډریو ټای پر ښې توپ اچونې سربېره، د کریس ګېل، راهول او نورو توپوهنه هم د پام وړ ده.

د پنجاب لوبډلې روزونکی براډ هوج وایی، د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې ۱۷ کلن ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ د ای پی ایل د ۲۰۱۸ کال په لوبو کې له خپل عمر څخه ډېره وړتیا ښودلې ده.

د انځورکاپی حقونه @Mujeeb_Zadran
@Mujeeb_Zadran


د @Mujeeb_Zadran په مټ ټویټر  تبصره : My initial Man of a Match endowment in this year's IPL for @lionsdenkxip Thanks everybody for your support and encouragement. #LivePunjabiPlayPunjabi
د انځورکاپی حقونه @Mujeeb_Zadran
@Mujeeb_Zadran

نوموړی وایی، مجیب الرحمن پر خپلو وړتیاوو باوری دی او د اشوین په لوبډلمشرۍ کې به نور هم پر مخ ځی:

“مجیب پر خپلو وړتیاوو باوری دی. ښه مشر د لوبغاړو په وده کې مهم رول لری او د اشوین په لوډلمشرۍ کې به لا وځلېږی.”

په سږنی ای پی ایل سیالیو کې پر مجیب الرحمن د سن رایزر حیدراباد لوبډلې د توپ اچوونکې سنډیپ شرما ایکانومی ټیټه ده.

ښاغلی شرما ۵،۳۱ ایکانومی لری، خو توپیر پکې دا دی چې مجیب ۳۵ اورونه لوبولی او سنډیپ یوازې ۱۹ اورونه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57174

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *