مثنوی معنوی پښتو روان نثر/ نجیب الله پاڅون

  • خپرول: ۱۲ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 23768

مثنوی معنوی د مولانا جلال الدین محمد بلخی یو نړیوال مشهور اثر دی، دغه کتاب د نړۍ بېلابېبلو ژبو ته ژباړل شوی او تر اوسه ګڼ شمېر لوستونکی لری، لیکوال استاد سمیع الدین آرمان د مثنوی په اړوند وایی: د مثنوی د ابتداء حتمی نیټه ټاکل خو ډېر ګران کار دی، خو د رومی د بعضی حکایاتو نه معلومېږی چې دا د عباسی حکومت دور وه او تاتاریانو د عباسی خلیفه معتصم بالله قتل کړی وه، دا وخت د لومړنی جلد املا تکمیل ته رسېدلې وه، دا د تاریخ په مطابق دولس سوه او اته پنځوسم کال دی. د مثنوی لفظی معنی ده (دوئیزه) یا دوه واله او په اصطلاحی معنو کښې دا هغه نظم ته وائی چې په هر شعر کښې دوه قافیې وی، یوه په اوله مصرع کښې او بله په دوېمه مصرع کښې.

د فارسی ادب په تاریخ کښې پینځو کتابونو ته نړیوال شهرت او اعتراف حاصل دی، د فردوسی شاهنامه، د سعدی ګلستان، رباعیات خیام، دیوان حافظ او بل دا مذکوره مثنوی معنوی دی. د مثنوی سره د معنوی د لاحقې وجه د کتاب د معنون سره نسبت رابرڅېره کولو لپاره اضافه شوې ده او بر محل ده، چې پکښې د عالم معانی د مظاهرو، د باطن د احوال او درونی معارف و اسرار مباحث د شاعرۍ په صورت کښې ناوې کړی دی.

په ۱۳۵۰ کال په لومړی ځل سره  مرحوم مولوی صالح محمد کندهاری د مثنوی معنوی د شعرونو یو څه برخه پښتو ژبې ته وژباړله دغه وړوکې مجموعه د افغانستان اکاډیمۍ د پښتو د انکشاف او تقویې ریاست لخوا د زر ټوکو په شمېر خپره شوه، خو د نثری کتاب ژباړې ته تر ډېره وخته چا زړه ښه نکړ، بلاخره په دې وروستیو کلونو کې د هېواد وتلی لیکوال ښاغلی نازکمیر زهیر بلخی دغه ستر کتاب خپلې خوږې ژبې پښتو ته په روان نثر وژباړه، ښاغلی زهیر د بلخ له یو تصوفی لیکوالانو او مشرانو څخه دی، چې تر اوسه یې ګڼ شمېر تصوفی، عرفانی او ادبی کتابونه خپلې مورنۍ ژبې(پښتو) ته ژباړلی او اوس هم د خپلې ژبې د بډاینې په موخه یې دغې تګلارې ته ادامه ورکړې ده. ښاغلی زهیر د مثنوی معنوی د روان نثر د سریزې په یوه برخه کې لیکی: مثنوی معنوی د مولانا د عرفانی، کلامی او فلسفی تجربو ستره مجموعه ده، هغه د خپلو عرفانی، اخلاقی او تربیتی نظریو د اظهار لپاره له قرانی قصصو، نبوی احادیثو او تاریخی پېښو نه ستره ګټه اخیستې…

سمیع الدین آرمان په زرپاش ( د نړیوال ادب د نمائنده طویل نظمونو تعارف او خلاصه) کې وړاندې د مثنوی د تعارف اړوند لیکی: د مثنوی معنوی د مرکزی خیالونو خلاصه داسې ده، چې د هغه د نفس د سفلی صفاتو او خود فریبۍ د رجحاناتو په حقیقت او ماهیت خبره پیل کوی، نتائج یا مصولات د علت او معلول د چاڼ نه راتېروی او د الهامی تعلمیاتو د سرو اوبه ورکوی، او وړاندې د انسانی حقیقت د فنائیت او د خالق د حقیقت د بقاء او وجود ارفع تفهیم رامخې ته کوی.

ښاغلی زهیر دغه کتاب په شپږو دفترو کې ژباړلی چې په هر دفتر کې بېلابېل مضامین، کیسې، مثالونه او مناجات راغلی د مثال په ډول په لومړی دفتر کې دغه مطالب راغلی: پاچا په مینځه مینېږی، د توتی او بقال کیسه، د هغه یهود پاچا کیسه چې نصرانیان به یې وژل، د حیواناتو او زمری کیسه، د سلمیان او هد هد کیسه او نور. په دې ژباړل شوی کتاب کې واقعین ډېر ګټور، روزنیز او پوهنیز داستانونه راغلی که چېرته لوستونکی یوځل د دغه کتاب لومړۍ برخه ولولې نو بیا خو به ځان مجبور ګڼی چې ټول کتاب سر تر پایه وګوری. د دې کتاب هر داستان، مثال او په ټوله کې هره برخه یې یو تعلیم دی. زه له دې کتاب څخه د ( مېږی پر کاغذ روان وو د قلم لیکل یې ولیدل) تر سرلیک لاندې یو داستان راوړم. څو مېږی د کاغذ پر مخ تېریدل یو خطاط پر لیکنه بوخت و، یوه مېږی ولید او نور یې هم خبر کړل، دوی د دې مسلې په هکله خبرې پیل کړې. لومړنی مېږی وویل: وینۍ دا قلم څه حیرانونکی انځورونه کاږی. دویم مېږی وویل: دا ګوتې دی چې هنر پنځوی کنه دا ډنګر قلم هیڅ قدرت نه لری.، درېیم مېږی وویل: تاسې دواړه تېروتی یاست، ګوتې له مټو زور اخلی. بیا دا ټول ښکلی انځورونه د مټو له برکته دی. هغوی همداسې پورته روان ول تر دې چې د هغو هوښیار او زیرک مشر وویل: دا د مټو او صورت هنر نه دی، تاسې نه وینۍ چې له خوب او مرګ سره د بدن غړی خوځېدای نه شی، نو دا ټول انځورنه د عقل کار دی، هغه هوښیار مېږی هم نه پوهېده چې عقل او زړه هم د خدای له تلپاتې فیض او پېرزوینې پرته بېکاره مړه او بېځانه وی. همداسې د کتاب په پنځم دفتر کې هم ډېر زړه راښکونکی او خواږه مناجات راوړل شوی او د حضرت محمد ص د قولونو او ویناوو تفسیرونه هم یادولی شو. همدا راز د کتاب په یوه برخه کې راغلی: انسانی تن مېلمستون ته ورته دی. ای ځوانه! انسانی تن مېلمستون ته ورته، هر ګهیځ یوه نوی مېلمه ته ښه راغلی وایی، نو مېلمه پاله اوسه او مه پرېږده هغه دې له کوره ووځی، ځکه سوچ یا فکر ژر خوابدی کېږی او د عدم پر لور درومی، فکر لکه یو دروند مېلمه له غیبی عالمه د انسان زړه ته رارسېږی، نو د هغه ښه پالنه وکړه. په دې ډول د دې کتاب هره نثری ټوټه د قدر وړ ده او په هر نثری برخه کې یو لوی درس موجود دی. دا چې دغه ابتکار ښاغلی نازکمیر زهیر بلخی کړی او مثنوی معنوی به نثر روان فارسی یې په پښتو روان نثر ژباړلی دا یو ستر شاهکار ګڼلی شو.

پښتو ژبه د ژباړې له پلوه ډېره خواره ده؛ خو په اوس، اوس وخت کې د هېواد یو شمېر لیکوالانو دې ته هڅې پیل کړی، چې له نورو ژبو څخه نړیوال شاهکارونه خپلې خوږې ژبې ته راوژباړی. په دې برخه کې د استاد لطیف بهاند، زهیر بلخی او نورو لیکوالانو نومونه یادولای شو. زه پوره امید لرم چې زموږ ځوانان به دغه ګټور کتاب ضرور لولی او د مولانا بلخی له ګټورو حکایتونو څخه به ګټه اخلی. د نړۍ یو مشهور فلیسوف وایی: هر کتاب په یو ځل لوستلو ارزی. دا چې موږ په خپلو ماشومانو مطالعه نه کوو او په خپلو کورونو کې کتابونو لپاره ځای نه لرو دا زموږ خپله ستونزه ده. زه د لوی خدای له دربار څخه ښاغلی زهیر ته د اوږد عمر او روغ صحت غوښتونکی یم او زما له زهیر صیب نه دا هیله ده، چې په راتلونکی کې دې هم خپلې مورنۍ ژبې ته داسې ګټور اثار وژباړی تر څو نوی ځوانان او لوستونکی ترې ګټه واخلی. د ښاغلی زهیر مثنوی معنوی پښتو روان نثر دانش خپرندوې ټولنې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ کړی چې خپرندوی یې په خپله لیکوال دی. کتاب ۶۱۶ مخونه لری، چې په ښه کیفیت او په کلکې پښتۍ سره چاپ شوی. د دې کتاب د چاپ کال ۱۳۹۵ـ ۲۰۱۶ ز، دی. مثنوی معنوی پښتو روان نثر د هېواد په بېلابېلو کتابپلورنځیو له هغې جملې سروش کتابپلورنځی او دانش خپروندیه ټولنه ( اسد دانش مطبعه) کابل کې موندل کېدای شی .

اړوند مطالب


د مثنوی ◆◆معنوی◆◆؛هراړخیزه سپړنه


د مثنوی معنوی هراړخیزه سپړنه – لومړۍ لیکچه


د مثنوی معنوی هراړخیزه سپړنه – لومړۍ لیکچه


د مثنوی معنوی هراړخیزه سپړنه – لومړۍ لیکچه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23768

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *