مایک پمپیو: هیڅ ډول ترهګریزې کړنې نشی کولای په افغانستان کې زموږ د هڅو مخه ونیسی

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 112042

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بگرام کې د وژل شویو امریکایی سرتیرو له کورنیو سره خواخوږی ښودلې ده او دغه تروریستی برید یې سخت غندلی دی.
په افغانستان کې د امریکا پوځ وایی د دوشنبې په ورځ (وری ١٩) د بگرام په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمی چاودنه کې درې امریکایی سرتیری وژل شوی دی.
ښاغلی پمپیو ویلی دی چې دا ډول بزدلانه تروریستی اعمال سولې ته د رسیدو په لار کې زمونږ د هڅو مخه نشی نیولای.
هغه په خپل ټویټر لیکلی چې “امریکایی سرتیرو په افغانستان کې ځانونه قربان کړل چې مونږ خوندی اوسو”.
د امریکا او ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویلی دی چې د دریو تنو د وژل کیدو تر څنگ درې تنه نور سرتیری ټپیان شوی دی.
طالبانو ددغه برید مسولیت منلی دی او ویلی یې دی چې د دوی یو ځانمرگی بریدگر په چاودیدونکو توکیو ډک موټر د ناټو ځواکونو اډې ته نژدې چولی دی. خو د طالبانو دغه ادعا تر اوسه په مستقله توگه نده تائید شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112042

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *