مانچسټر سیټی د انګلستان د فوټبال غوره لیګ وګاټه

  • خپرول: ۲۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 116245

فوټبال

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

مانچسټر سیټی له ۳۸ لوبو وروسته ۹۸ پاینټونه واخیستل

د مانچسټر سیټی لوبډلې نن یکشنبه برایټن لوبډلې ته په څلور/صفر ماتې ورکولو سره د انګلستان د فوټبال غوره لیګ وګاټه. دا د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې لومړی ځل دی چې یوه لوبډله دوه پرله پسې کاله دا اتلولۍ ګټی.

د سږ لوبیز کال سیالی تر ډېره د مانچسټر سیټی او لېورپول لوبډلو ترمنځ وه، چې د لوبیر کال تر وروستۍ لوبې یې دوام وکړ.

په پای کې مانچسټر سیټی له ۳۸ لوبو وروسته په ۹۸ پاینټونو سره اتل شو، او لېورپول په ۹۷ پاینټونو سره دویم ځای واخیست.

د چېلسی لوبډلې ۷۲ پاینټونو سره درېیم او ټاټنهم هاټسپر لوبډلې ۷۱ پاینټونو سره څلور ځای خپل کړ. پنځم ځای د ارسنال لوبډلې په برخه شو.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

لېورپول یوازې د یو پاینټ په توپیر دویم ځای ترلاسه کړ

خو د انګلستان یوې بلې پیاوړې لوبډلې مانچسټر یونائټډ لپاره سږ کال یو ځل بیا له ناهیلیو ډک و. یاده لوبډله سږ کال له یوازې ۶۶ پاینټونو سره په شپږم ځای پاتې شوه، او د یکشنبې پر ورځ یې هم په کور کې کارډېف لوبډلې ته لوبه وبایلله .

دا د مانچسټر سیټی لوبډلې د روزونکی پېپ ګارډیولا درېیم کال دی چې په انګلستان کې د فوټبال روزنه کوی، او په تېرو دوه کلونو کې یې اتلولی هم ګټلې.

نوموړی په تېره یوه لسیزه کې د اروپا په فوټبال کې تر ټولو بریالی روزونکی بلل کېږی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د مانچسټر یونائټډ لپاره سږ کال یو ځل بیا له ناهیلیو ډک و

کارډېف، فولهم او هډرزفیلډ هغه درې لوبډلې وې چې سږ کال د جدول په پای کې راغلې او راتلونکی کال به د غوره لیګ په سیالیو کې ګډون نه کوی.

  • پر ایرانی ښځو ۳۵ کلن بندیز لرې کېدل
  • د ازبکستان پروړاندې د افغانستان د ښځو فوټبال لویه ماتې
  • فرانسې د فوټبال نړیوال جام وګاټه

خو په ټوله کې سږ لوبیز کال د انګلستان د فوټبال لپاره په دې هم ښه بلل کېږی چې د اروپا په کچه ښې وځلېدې.

د اروپا د چمپینز لیګ یا د اتلانو لیګ پایلوبه د انګلستان د لېورپول او ټاټنهم ترمنځ ترسره کېږی. همدا راز د اروپا لیګ پایلوبې ته هم د انګلستان چېلسی او ارسنال لوبډلې وتلې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116245

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *