ماتیس: د قطر او اماراتو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې زموږ د ملګرو شمېر ۴۱ هېوادونو ته رسېدلی

  • خپرول: ۱۹ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 63129

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په بروکسل کې د ناټو او دده ملګرو د دفاع وزیرانو ناستې په څنډه کې وویل چې زموږ ایتلاف ته د قطر او اماراتو په زیاتېدو سره، زموږ د ملګرو هېوادونو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس تېره ورځ د شمالی اتلانتیک یا ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې وویل چې ددغه سازمان ځواکونه د افغانستان لپاره د باور وړ ګڼل کېږی او دغه باور ډېر مهم ګڼل کېږی.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه: په افغانستان کې له ماموریت څخه زموږ د ملاتړ، د ژمنو پلی کولو په برخه کې د ناټو ژمنتیا او جنوبی آسیا لپاره زموږ د نوې ستراتېژۍ تر سیورې لاندې د پام وړ هڅې را ژوندی کړی او دمګړۍ د هند له خوا د پام وړ مالی ملاتړ ور زیات شوی دی.
ماتیس څرګند کړ: په دې وروستیو کې قطر او امارات هم له موږ سره یوځای شوی او زموږ ایتلاف یې په افغانستان کې زموږ له ماموریت څخه د ملاتړ په موخه ۴۱ یوموټی هېوادونو ته بدل کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63129

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




3 + 2 =