لوېدیځیو رسنیو ویلی چې ټرامپ دخپلې ستراتېژۍ پر ناکامۍ اعتراف کړی

  • خپرول: ۱۵ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 98128

د تېرې چهارشنبې له رسنیو سره د ټرمپ څرګندونې لا هم د ګڼو رسنیو سرټکی دی، ځینو لوېدیځو رسنیو په دې تړاو تبصرې کړې او لیکلی یې دی، ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ پر ماتې اعتراف وکړ.
ډونالډ ټرمپ د دفاع د پخوانی وزیر جیمز مټیس د لرې کېدو د دلیل په توګه وویل، چې نوموړی په افغانستان کې ناکام او د سلګونو میلیاردو ډالرو په لګولو سره یې هیڅ لاسته را نه وړل.
واشنګټن ایکزماینر لیکلی، ټرمپ پخپلو څرګندونو سره په لوی لاس خپله ستراتېژی تر سوال لاندې راوسته.
ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په منځ کې د نوې ستراتېژۍ اعلان وکړ، چې پر اساس یې پر طالب سرتېرو فشارونه له بېلابېلو لورو زیات کړل، هوایی بریدونه، د علماوو په نوم غونډې، د پرلټونو په نامه ځینې حرکتونه او د سیمې په سطحه هڅې یې ګړندۍ کړې، خو پایله کې یې نېکولسن هم ځای مېلر ته خوشی کړ او مټیس هم د ټرمپ پر اعتراف ناکام ثابت شو.
د سرچینې په وینا ټرمپ اعتراف وکړ، چې پرمختګ یې له وسه نه کېږی، خو پړه یې د مټیس پر غاړه ور واچوله.
یوې بلې امریکایی رسنۍ پخپله تبصره کې بیا د ټرمپ څرګندونې د هغه د ملاتړو لپاره زیانموونکې بللې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98128

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




53 + = 55