لوی څارنوالۍ د فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسی ځورونې په تړاو د څېړنې په موخه یو پلاوی اروپا ته ولېږل

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114155

لوی څارنوالۍ د هېواد فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسی ځورونې په تړاو د ادعاګانو د څېړنې په موخه اروپا ته یو پلاوی لېږلی دی.
د هشت صبح ورځپانې د راپور له مخې، دغې ادارې تردې وړاندې اعلان کړی وو چې د فوټبال فدراسیون د ځنډول شویو غړو دوسیې د څېړنې په موخه د ټاکل شوی پلاوی څېړنې بشپړ شوی او اړتیا ده ترڅو دا پلاوی د مطرح شویو ادعا ګانو د څېړنې په موخه ځینو اروپایی هېوادونو ته سفر وکړی.
لوی څارنوال محمد فرید حمیدی تېره ورځ ملت ته د دولت حساب ورکونې په پروګرام کې دخپلو خبرو پرمهال وویل چې لوی څارنوالۍ د فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسی ځورونې په اړه د مطرح شویو تورونو د څېړنې لپاره اروپا ته یو پلاوی لېږلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114155

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *