لوګر ولایت کې د هوایی بریدونو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 127538

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند په کمالخیلو سیمه کې تیره ورځ مازیګر د یو کلی په جومات هوایی بریدونو کې ګڼ شمیر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له سیمې څخه راپورونه وایی چې تیره ورځ د مازیګر له لمانځه وروسته د لوګر مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په یو جومات هغه مهال هوایی بریدونه وشول چې خلک له لمانځه وروسته د قرآنکریم د ترجمې درس ته ناست وو.
ویل کیږی چې په دې هوایی برید کې د جومات د ملا امام په ګډون ګڼ شمیر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمیرو په اړه یې ځکه معلومات نشته چې خلک تر خاورو لاندې دی او د نورو هوایی بریدونو له امله د سیمې خلک د پیښې ځای ته نژدې نه ورځی.
په دغه هوایی برید کې د صبغت الله په نامه د پوهنتون یو محصل هم وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127538

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *