له یمن څخه د ملاتړ په موخه د افغان کار اخستونکو ټویټری اعتراض

  • خپرول: ۷ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 50972

د دری نیوز راپور له مخې، په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کار اخستونکو د یمن مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه ټویټری اعتراض په لار اچولی چې پراخ نړیوال او سیمه ایز غبرګونونه را پارولی دی.
د افغانستان کار اخستونکو په یمن کې د آل سعود له جنایاتو څخه یادونه کړې او ددغې جګړې اړخونو پر څېړنې ټینګار کړی دی. د افغان کار اخستونکو په منځ کې ددغه اعتراض په ترسره کېدو سره، د نورو هېوادونو د کار اخستونکو له لورې له یمن څخه د ملاتړ کچه هم لوړه شوې او دغه اعتراض د ټویټر د لیدو وړ په یوه لویه برخه بدل شوې ده.
پر یمن باندې د سعودی رژیم برید چې څلور کلن ته رسېدلی ددغه هېواد بنسټیزو برخو کې ګن شمېر اغېزې پرېښی دی.
د راپورونو پربنسټ، پر یمن باندې د آل سعود په بریدونو کې په ورځ کې ۵ ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوی. همداراز دغه اوږده جګړه لامل شوې ترڅو د یمن هېواد له یوه انسانی ناورین سره مخامخ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50972

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *